عظیمي: نشهيي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی
سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ یې په بامیانو ولایت کې د نشهیي موادو وزارت د ځینو پروژو د پرانېستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشهیي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخېزه مبارزه وشي.
نوموړې وايي:
"نشهيي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدرو موادو د تولید قرباني دي. موږ ټول باید د یوه سرلوړي افغانستان لپاره هڅه وکړو او ټول ولایتونه باید د بامیانو په څېر جدي هڅې وکړي."
د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وایي، سره له دې چې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو لا هم په دې ولایت کې ۵۰ زره په نشو روږدي کسان وجود لري.