د کابل چارواکي: پوليسو په زياته پيمانه چاودیدونکي مواد نيولي
د کابل سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، دغه مواد په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوي وو چې کابل ته يې د انتقال مخه ونيول شوه.
دی وايي:
"پوليس وتوانېدل په يوه فلاینکوچ ډوله موټر کې درې بوجۍ منفجره توکي او تر ٣٠٠٠ زياتې پټاقۍ په پلچرخي دروازه کې ونيسي."
د کابل سرپرست امنيه قوماندان وايي، د دې قضیې په تور دوه مشکوک کسان نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.
ښاغلي حقيار وويل، د کابل پولیسو تېره شپه دوه غلا شوي موټر هم نيولي چې څو ورځې مخکې د کابل له بېلابېلو سیمو غلا شوي وو.