تر راتلونکو ۲ ورځو په بلخ کې د سوکوهنې سیالۍ پیلېږي
تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې په بلخ ولایت کې د سوکوهنې سیالۍ پیل شي.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس محمد ابراهیم عثماني نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د مزار شریف له بېلابېلو کلپونو څخه ۱۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.
ښاغلي عثماني د دغو سیالیو هدف د بلخ د سوکوهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړل.
دغه سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۳» پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.