ټېلرسن: غواړم په ۲۰۱۸ کال کې هم پر خپله دنده پاتې شم
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، په پام کې لري چې په ۲۰۱۸ کال کې هم پر خپله دنده پاتې شي.
تر دې وړاندې اوازې وې چې ښایي نوموړی له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ترینګلو اړیکو له کبله ډېر ژر له خپلې دندې ګوښه شي.
ټېلرسن د جمعې په ورځ له سي ان ان ټلویزیوني چینل سره په مرکې وویل چې فکر کوي، د ولسمشر ټرمپ اداره په ۲۰۱۷ کال کې ډېره بریالۍ وه او اوس داسې پالېسۍ مخته وړي چې دی هیله لري چې له دې سره به ۲۰۱۸ کال هم ډېر بریالی وي.
کله چې د هغه د پلانونو په اړه وپوښتل شو، ټېلرسن وویل:
"زه غواړم ټول کال دلته و اوسم."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ولسمشر ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې ترینګېي شوې.
ان بي سي ټلویزیوني شبکې په تېر اکټوبر کې راپور ورکړ چې ټېلرسن په جولای میاشت کې د پنتاګون ترغونډې وروسته ولسمشر ټرمپ د خندا وړ بللی وو.
په نومبر کې داسې راپورونه خپاره شول چې سپینه ماڼۍ د ټېلرسن د دندې د بدلېدو پلان لري.
رکس ټېلرسن پرون سي ان ان ته وویل چې ولسمشر په دې اړه هغه ته هېڅ اشاره نه ده ورکړې چې وښیې، دنده یې له خطر سره مخامخ وي.
د سي ان ان د دې مرکې سره هم مهاله د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د لومړي کال پر کړنو یو انتقادي کتاب خپور شو.