ننګرهار کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې دوه تنه نیول شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی او په ترڅ کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څځه پاکه شوې ده.