په ایران کې په روانو لاریونونو کې د وژل شویو شمېر زیات شوی
د چارواکو د ځپنو پر خبرداري سربېره لاریونو پنځمه ورځ هم دوام وکړ او د يوه پولیس په ګډون نهه کسان پکې وژل شوي دي.
پر ټولنيزو رسنیو په خپره شوې ويډيو کې په قهدريجان ښار کې لاريون کوونکي ښکاري چې د پولیسو پر پوسته حمله کوي.
دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په نهو وژل شویو کې شپږو کسانو غوښتل د پولیسو له پوستې وسلې غلا کړي.
تسنيم خبري اژانس د یوه امنیتي افسر د وژل کېدو راپور ورکړی چې د راپور له مخې يوه لاریون کوونکي په نجف اباد کې وواژه.
که تائید شي دا به د ناکرارۍ پر مهال د امنیتي کسانو لومړي تلفات وي.