د هند په ممبۍ کې اورلګېدنې ۱۵ تنه وژلي
په وژل شویو کې ډېر یې هغه مېرمنې دي چې دغلته یې د زوکړې یوه کالیزه لمانځله.
اور د یوې څلور پوړیزې ودانۍ په دریم پوړ کې ولګېده چې لسګونه کسان یې ټپیان کړې هم دي.
د چارواکو په وینا د اور وژنې ډلې سیمې ته د اور د کابو کولو لپاره استول شوي دي.
تر اوسه پورې ددې اورلګېدنې علت هم روښانه نه دی.