چارواکي: د هرات په شینډنډ کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپیان دي
د هرات د والي له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي چې پېښه تېر ماښام هغه مهال وشوه چې دغو وسله والو د ماین ښخولو او تروریستي بریدونو نیت درلود، خو له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول.
په اعلامیه کې د وسله والو مخالفینو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی چې وایي، غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو د برید په هدف یې د سملان چشمه پر سړک کې ماینونه ځای پرځای کول.
اعلامیه زیاتوي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.