جمعیت ګوند: داوود ته به اجازه ورنهکړو چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړي
د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح فطرت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ګوند به د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نور د لېرې کېدو په غبرګون خپل شرایط اعلان کړي.
د بلخ لپاره تازه ګمارل شوي والي محمد داوود له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې هرکله د ملي وحدت حکومت مشرتابه امر وکړي، دی به په رسمي ډول د بلخ د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړي.
ښاغلي داوود وویل، دی د جمعیت اسلامي ګوند په رضایت دغې دندې ته ګمارل شوی دی چې دده په وینا د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني د ده له ګمارنې سره مخالفت نه درلود.
ښاغلي داوود دغه راز ویلي چې عطا محمد نور په بلخ کې ډېر کار کړی، خو وایي د اداري فساد په ګډون ځینې ستونزې شته چې دی به یې د اصلاح لپاره هڅه وکړي.
د عطا محمد نور د استعفا په اړه د افغان ولسمشر پریکړه د جمعیت اسلامي ګوند لهخوا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.