ایران کې د غېږنیونې یو اتل 'مهدي علي حسیني' په دار وځړول شو
له ایرانه راغلي راپورونه وایي چې د غېږنیونې یو اتل د قتل په تور اعدام شو.
د راپور له مخې ۳۰ کلن مهدي علي حسیني د ایران په جنوب لویدیځ کې د 'دزفول' په ښار کې د دوشنبې په ورځ په دار ځړول شوی دی.
حسیني چې د سیمې په کچه پیژندل شوی غېږ نیونکی و، پنځه کاله مخکې د یوه ځوان د وژلو په تور تورن شوی و.
ایران د نړۍ له هغو څو ګوتو په شمارو هېوادو څخه دی چې ډېر کسان په کې اعدامېږي.
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا په ایران کې په دوه زره نولسم کال کې تر دوه سوه یو پنځوس ډېر کسان اعدام شول.