د افغان حکومت مرکچي پلاوى: اجنډا کې به په دایمي اوربند کار وکړو
د افغانستان د دولت د سولې مذاکره کوونکی پلاوی وایي دا وار په خبرو کې په اوربند ډېر ټینګار کوي.
دا پلاوى پرون دوحې ته رسېدلى.
د مذاکراتي پلاوي یوې غړې شریفه زرمتي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکرې پلاوی د جنوري د پنځمې نېټې د ژمنې سره سم دوحې ته راغلي یو. د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو باندې دی. که څه هم د مذاکراتو دوهم پړاو به له ځانه سره ستونزې ولري خو موږ ورته ناهیلي نه یو. څرنګه چې د افغانستان د ولسونو غوښتنه په افغانستان کې د یوې تلپاتې او دایمي او د دایمي اوربند ټينګول دي همدا شان موږ هم کوښښ کوو چې په اجنډا کې په تلپاتي او دایمي اوربند باندې کار وکړو."
طالبانو هم ویلي، چې د خبرو پیل ته چمتو دي خو دقیق یې نه دي په ډاګه کړي چې په کومه ورځ به خبرو ته کېني.
د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د خبرو د طرزالعمل پر سر مذاکرې لانجمنې وې خو دواړه خواوې دې برخه کې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې دا دی د خبرو نوې مرحله پیلېږي.