ایرانی رپ سندرغاړی 'امير تتلو' په ترکیه کې ونیول شو
د ايران د رپ موسيقۍ هغه سندرغاړى چې د ايران د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزارت لهخوا غير مجاز اعلان شوى، په ترکيه کې ونيول شو.
ايراني چارواکو پرون سې شنبه وويل، امير تتلو د ايران تر غوښتنې وروسته په استانبول کې نيول شوى دى.
د ايران خبري اژانسونو د ايران د پوليسو د وياند احمد نوريان خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي: "تتلو چې اصلي نوميې امير حسين مقصودلو دى، وروسته له هغې د ترکيې د پوليسو لهخوا ونيول شو چې لومړى نړيوالو پوليسو يا انټرپول د هغه په اړه «جدي خبردارى» خپور کړ."
نوريان وايي د ايران قضايي چارواکو د دغه سندرغاړي د نيولو غوښتنه ځکه وړاندې کړې چې ده د ايران وګړي، په ځانګړي ډول ځوانان نشهيي توکو او د رواني درملو کارولو ته هڅول او فساد يې خپراوه.
د ترکيې چارواکو سم دلاسه د دې پېښې په اړه تبصره نهده کړې، نړيوالو پوليسو د ازادي راډيو د تماس په ځواب کې د دغه سندرغاړي د نيول کېدو خبر رد يا تأیيد کړى نهدى.
د ايراني پوليسو د نړيوالې څانګې مشر هادي شېرزاد د ايران نيمه دولتي اژانس ايسنا ته ويلي، انټرپول د ايران تر غوښتنې وروسته د تتلو په اړه جدي يا سور خبردارى خپور کړ.