لوګر کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي
په داسې حال کې چې د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نورو واورو او بارانونو د ورښت وړاندوینه شوې، چارواکي وايي په لوګر کې سړې هوا د پنځو کسانو ژوند اخیستی.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې د مرکز اړوند د کډوالو په کمپ کې د بېلابېلو کورنیو څخه دوو ماشومانو، یوې مېرمنې او دوه سړیو ساه ورکړې.
د ښاغلي لونګ په وینا که څه هم لومړني معلومات ښيي چې دا کسان به سړې هوا وژلي وي، خو ولایتي ادارې یو هیئت ټاکلی څو د دې مړینو دقیق علت معلوم کړي. د نوموړي په وینا له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لپاره سیمې ته یو هیئت هم استول شوی دی.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د لوګر د پېښې په اړه دوی ته راپور نهدی رسېدلی. نوموړي همدارنګه په راتلونکو ورځو کې د نور ورښتونو خبرداری ورکړ.
ښاغلی عظیمي زیاتوي: "لارې په بشپړه توګه پرانیستې دي. دا مهال هېڅ لویه لاره تړلې نهده. البته تازه په کابل کې د واورې ورېدل پیل شوي. د اوونۍ په بهیر کې به په مرکزي، جنوب او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د ورښتونو شاهدان یوو."
ښاغلي عظیمي همدارنګه د وروستیو واورو، سړې هوا او بارانونو له کبله په افغانستان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ تنه یاد کړ.