د وروستیو واورو او بارانونو له زیانمنو شویو سره حکومت مرسته کوي
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په وروستيو اورښتونو او سېلابونو کې زيانمنو شويو ته يې د بېړنيو مرستو تابيا کړې ده.
د دغه وزارت وياند احمد تميم عظيمي پرون ازادۍ راډيو ته وويل: "هغو کورنيو ته چې د وروستيو واورو له کبله زيانمنې شوې دي، د نقدو پيسو، غذايي او غيرغذايي موادو وېش روان دى. د هغو کسانو سروې مو پيل کړې چې په تېرو درېيو ورځو کې شهيدان شوي دي. د سروې له ختمېدو وروسته به پر دوى غذايي او غيرغذايي مواد ووېشل شي".
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي د دوى ارزونه ښيي چې د افغانستان په ٢٥ ولايتونو کې ٣١٣ کلي د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دي.
دغه وزارت وايي د مرغومي له لومړيو د درنې واورې او بارانونو له کبله ٣٩ کسان مړه شوي او ٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي.