د بشري حقونو د څار اداره: تېر کال په روسيه کې بشري وضعيت په خرابېدو و
د بشري حقونو د څار اداره وايي تېر کال په روسيه کې بشري وضعيت په خرابېدو و.
دغې ادارې په روسيه کې د فعالانو د ځپلو له کبله پر مسکو انتقاد وکړ.
د بشري حقونو د څار اداره يا هيومن رايټس واچ وايي، چارواکو د مخالفانو د غلي کولو لپاره پر ځپونکو اقداماتو او نمايشي مجازاتو تکيه کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې پرون پر چين هم پر بشري حقونو د تېري له کبله انتقاد وکړ.
دغې ادارې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته هم اشاره کړې او په هغو رهبرانو کې يې راوستى چې نه غواړي په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې بشري حقونو ته پراختيا ورکړي.
د دې ادارې دا کلنى راپور په ٦٥٢ مخونو کې خپور شوى چې په نږدې ١٠٠ هېوادونو کې يې بشري وضعيت ته کتنه کړې ده.