تهران کې د غورځېدلې الوتکې د وژل شویو افغانانو د پېژندلو هڅې روانې دي
په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، هڅې یې پیل کړې دي چې د هغو افغانانو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې پرون په تهران کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالفغور لیوال ازادي راډیو ته وویل:
"په ډیرې خواشینۍ سره چې موږ ته په دې پیښه کې د لسو افغانانو د مړینې خبر راکړل شوې دی او موږ تر اوسه یوازې د دوی لست لرو".
ښاغلي لیوال زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره په ارتباط کې دی ترڅو د وژل شویو افغانانو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
د اوکراین نړیوال هوایي چلند ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته روانه وه چې تر الوتو لږ وروسته وغورځیده او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې.
د اوکراین پلاوی تهران ته تللی دی څو د پېښې تحقیقات وکړي.