"د طالب بندیانو خوشي کولو کې د جګړې قربانیانو اندېښنې له پامه غورځول شوي"
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي، د حقاني شبکې د درېیو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان په خوشې کولو کې د جګړې د قربانیانو اندېښنې په نظر کې نه دي نیول شوي.