امریکايي متخصص ته د اوکراين د دفاع وزارت وړاندیز شوی
د اوکراين په چارو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت شورا يو متخصص وايي، چې درې ځله د اوکراين د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد ورته شوى دى.
ډګر جنرال الکساندر ويندمن د استازو جرګې ته چې ډيموکراتان په کې اکثريت دي دا خبره وکړه.
دا استماعيه غونډه د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په تړاو رابلل شوې وه.
د ويندمن دغو څرګندونو ته، چې د شاهدۍ ورکولو پر مهال يې کړي، ښايي جمهوريت غوښتونکي د شک په سترګه وګوري.
الکساندر ويندمن چې په اوکراين کې زېږېدلى، استماعيه غونډې ته وويل، کله چې د ولسمشر ولادمير زيلينسکي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره له امريکايي پلاوي سره کييف ته تللى و، د اوکراين د ملي امنيت ادارې مشر ورته د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد وکړ.
هغه زیاته کړه: "له ما غوښتنه وشوه چې پر دې غور وکړم چې ايا غواړم د اوکراين د دفاع وزير شم؟ خو ما ونه منله، دا ډېره خندوونکې ده، که د امريکا د پوځ يو ټيټ رتبه جنرال ته د داسې مهمې څوکۍ پېشنهاد وشي."
الکساندر ويندمن د ولسمشر د استيضاح په استماعيه غونډه کې مهم شاهد ګڼل کېږي.
د استيضاح په تړاو په استماعيه غونډو کې پر دې خبرې کېږي، چې ايا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراين ته د پوځي مرستې په بدل کې له اوکراين څخه د پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن په اړه د څېړنو په غوښتنې سره له خپل موقف څخه ناوړه استفاده کړې ده که څنګه؟
جوبايډن د امريکا د ٢٠٢٠میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند کانديد دى.