د کرنې وزارت: سږکال به د زعفرانو تولید د ۱۸ او ۲۰ ټنو ترمنځ وي
د کرنې وزارت اټکل کوي چې په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه به د ۱۸ او ۲۰ ټنو ترمنځ وي.
د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزیات ورکړل او ویې ویل: "په ۱۳۹۷ کال کې مو مجموعي تولیدات ۱۶ متریک ټنه وو، خو تمه ده چې سږکال د زعفرانو تولید له ۱۸-۲۰ ټنو ورسېږي."
ښاغلي رستمي زیاته کړه چې که د افغانستان د زعفرانو تولید په همدې ډول دوام وکړي، نو تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې به یې کچه دوه چنده لوړه شي.
د کرنې وزارت وايي، سږکال د هرات، دایکنډي، بامیان، ننګرهار، بلخ او غرني په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
د افغانستان د زعفرانو ډېره برخه بهر ته صادرېږي.
د رستمي په وینا، په هېواد کې دننه د زعفرانو د خرڅلاو له درکه په کال کې لږترلږه ۳۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کېږي.