رفيع حنيف وايي د کابل سقوط تر بل هر چا زيات افغان هنرمندان ځپلي دي
![رفيع حنيف وايي د کابل سقوط تر بل هر چا زيات افغان هنرمندان ځپلي دي](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه په پېښور کې مېشت يو افغان کډوال سندرغاړی رفيع حنيف دی. دی وايي، د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې سمدستي وروسته، چې کابل د افغان طالبانو لاسو ته ولوېد، د ده په شمول ګڼ افغان هنرمندان افغانستان پرېښودو ته اړ شول. حنيف زياتوي، په پېښور کې کار روزګار نه لري او ژوند يې سخت دی. د نوموړي په خبره، په دې لټه کې دی چې کوم غربي هېواد ته ولاړ شي او خپل ژوند له نوي سره پيل کړي. د رفيع حنيف دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.