په هند کې بارانونو او سېلابونو ۲۵۰ تنه وژلي
په هند کې سږکال د پشکال بارانونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه کړي دي. په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په مغربي بنګال ریاست کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړل او نېږدې دوه نیم لکه یې بې کوره کړل. د پشکال بارانونو تر ټولو زیات ځاني زیان په مهاراشټرا ریاست کې اړولی چې پکې یې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه کړي او په لکونو نور یې بې کوره کړي دي. د دې ریاست تر ټولو لوی ښار کلکته کې د ودانیو تر نیمايي سېلابي اوبه ورختلې او خلک په کشتیو کې ژغورل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې... Читать дальше...