له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون
د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي.
اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.»
هممهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې د امریکا وروستی وړاندیز «ځینې د نه منلو وړ برخې» لري او ایران تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړی.
فارس خبري اژانس، چې هغه هم سپاه ته نژدې دی، دا ادعا کړې چې «د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ نوی لیکلی پیغام تبادله شوی نه دی» او هوکړې ته د دواړو خواوو د نژدې کېدو راپورونه یې رد کړي دي.
بل لور ته، «اکسیوس» وېبپاڼې او رویټرز خبري اژانس په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې ایران او امریکا د یوې یو مخیزې موافقې پر سر، چې د وروستۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ده، هوکړې ته تقریباً رسېدلي دي.
د فارس په وینا، دا ډول راپورونه د دې لپاره خپرېږي چې «پر نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول د تېلو پر بیو، اغېز وکړي.»