جرمني له ایران غوښتي چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي
د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وايي دیکشنبې په ورځ یې خپل ایراني ساري عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرو کې له ایران وغوښتل چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي.
وادهفول په ایکسپاڼه د دې خبرو په اړه ولیکل: «ما ټینګار وکړ چې آلمان د خبرو اترو پر بنسټ د حل لارې ملاتړ کوي.»
هغه زیاته کړه: «د امریکا د نږدې متحد په توګه، موږ یو ګډ هدف لرو: ایران باید په بشپړ ډول او د تایید وړ ډول له اټومي وسلو تېر شي او سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي».
د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دا غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو هم د دې تماس په اړه راپور ورکړی خو پرته لدې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته اشاره وکړي رپوټ ورکوي چې عباس عراقچي خپل الماني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه د جګړې د پایته رسولو لپاره د «تهران د فعالو هڅو» څخه خبر کړی.