اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و. چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.