مصنوعي ځېرکتیا لوی پرمختګ، خو د انځورونو برخه کې یې ځینو ته سرخوږی جوړ کړی
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر افغان کاروونکي وايي، په( AI ) یا مصنوعی ځيرکتیا جوړو کړو تصویرونو ورته ستونزه پیدا کړې او د اصل او جوړ شوي تر منځ توپیر ورته ګران شوی دی.دوی وايي، ډیر ځله د دروغو پر بنسټ جوړو شویو انځورونو باندې دوکه شوي.ایا د اصلي او جعلي تصویر توپیر کیدلی شي؟ دغه راپور کې ورته کتنه شوې.