ملګري ملتونه : افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو نوی راپور ښيي چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي.
راپور کې راغلي چې د روان کال د اپریل له ۱۲ مې تر ۱۸ مې نېټې افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې ۸۲ سلنه یې ماشومان او ښځې دي په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده.