د راشدخان په اړه کتاب کې راغلي چې هغه د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
لیکوال او خبریال جعفر هاند وايي د راشدخان په اړه کتاب یې په انګریزي خپور شوی.هغه ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل د خان په اړه دا کتاب یې په انګریزي باندې ځکه لیکلی چې نړیوال لا زیات د دغه افغان پيژندل شوي کرکټر له ژوند او کارنامو خبر شي.د خان په حواله په دغه کتاب کې یوځای راغلي چې هند او اسټرالیا هغه ته د تابعیت وړاندیزونه کړي وو خو راشدخان رد کړل او ویې ویل چې غواړي خپل هېواد افغانستان ته ولوبیږي.له لیکوال او خبریال جعفر هاند سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده