افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي؛ موټر چلوونکي وايي چې په تاوان کې دي
د طالبانو حکومت ادعا کړې، که څه هم په نړیواله کچه د تیلو او ګازو په بیو کې بې ساری لوړوالی راغلی خو په دغه هیواد کې د تیلو او ګازو بیې یوازې له ۳ تر ۵ سلنې لوړې شوي دي.
اخوا افغان موټر چلوونکي او د تیلو پلورنکي وايي، د تیلو او ګازو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.
د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې ایران سره د امریکا او اسراییلو د نښتو له پیل او دغه شان د ایران له لوري د هرمز تنګي له تړلو وروسته په نړیوال بازار کې د تیلو او ګازو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.