د خوړو نړیوال پروګرام : د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د مرستو مخه نیولې
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د پروګرامونو او مرستو د بندېدو لامل شوې دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې د جګړو او بې ثباتۍ زیاتوالی په افغانستان کې د خوړو ناامني نوره هم زیاتوي.