تاجکستان وایي، پوله کې یې ( دوه افغان قاچاق وړونکي) وژلي دي
د تاجکستان حکومت وایي، له افغانستان سره په پوله کې دوه قاچاق وړونکي وژل شوي دي.د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د عامه اړیکو مرکز نن جمعه ( د حمل ۲۸مه) ویلي چې دغو قاچاق وړونکو هڅه کوله چې د ختلان ولایت فرخار ولسوالۍ ته د افغانستان له خاورې دننه شي.وړاندې راغلي چې دغه کسان له پولیسو سره په شخړه اوښتي چې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې له تیارې څخه په استفادې تښتیدلی دی.خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د پیښې ځای کې دوه میله کلاشینکوفونه او ۲۵ بستې نشه یي توکي پاته دي.د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.