یوې زلزلې د تخار مرکز او شاوخوا سیمې لړزولي
یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه شپږ و، د تخار مرکز تالقان او شاوخوا سیمې لړزولي.د ولکینو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې دغه زلزله تېره نیمه شپه ( د جوزا یولسمه) د تالقان ښار په ۴۴ کیلو متري واټن کې پیښه شوې.تراوسه د زلزلې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.