بنیامین نتنیاهو: پر اسراييل د ايران بل بريد به د تهران اقتصاد فلج کړي
نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ایرانیانو ته دویم مستقیم پيغام دی او پرون خپور شوی ویلي، پر اسراییل د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې برید باندې تهران دوه اعشاریه درې میلیارده ډالر ولګول، خو په خبره یې اسراییل ته یې زیان ډېر کم و.
ایران د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه په لبنان کې د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو پراخ توغندیز برید وکړ، چې اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د دغه برید غچ واخیست.
حزبالله چې یوه سیاسي-پوځي ډله ده، د لبنان پر جنوب واکمنه ده.
امریکا دغه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله ویلي، د نتنیاهو نوی ويډیویي پیغام پهدې معنا دی چې که ایران پر اسراییل بل برید وکړي، اسراییل به جدي ځواب ورکړي.
ایران تر اوسه رسما پهدې اړه څه نهدي ویلي.