ايران کې د يو جرمني وګړي له اعدامېدو وروسته برلين له تهرانه خپل سفير ورغوښتی
۶۹ کلن جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت یې درلود د تروریزم په یوه لانجمه قضیه کې محکوم په اعدام محکوم شوی و.
د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس خبر ورکړی چې، پر شارمهد د اعدام حکم پرون د اکتوبر په ۲۸مه د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شو.
ایراني چارواکو شارمهد د سلطنت د هغې پلوي ډلې په مشرۍ تورن کړی و، چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیراز ښار په یوه جومات کې د بمي چاودنې تور پرې لګېدلی و.
په هغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.