د اوکراين او روسيې جګړه؛ د شمالي قفقاز پر چيچنيا سيمه د لومړي ځل لپاره بريد شوی
د چیچنیا کریملین پلوي دکتاتور مشر رمضان قدیروف نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دا بېپیلوټه الوتکې په ګودرمس ښار کې د هغه پوځي پوهنتون پر ودانۍ ولګېدلې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوم یادېږي.
دا پوهنتون د اوکراین له سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
قدیروف وویل، دې حملې انساني تلفات نهدي اړولي او هغه اور چې د ودانۍ پر بام لګېدلی و، وژل شوی دی.
کییف تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
قدیروف وویل چې، زرګونه روسي ځواکونو مخکې لهدې چې اوکراین ته واستول شي، د چیچنیا پهدې پوځي پوهنتون کې پوځي زدهکړې کړې دي.