اوکرايني چارواکي: روسيې نن سهار د اوکراين پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي
سرهي پاپکو په ټلېګرام کې لیکلي دي، چې دا د اوکراین پر ملکيانو او بنسټیزو تاسیساتو د روسیې ځواکونو له سترو بریدونو څخه وو، چې څلور نیم ساعته روان وو.
د دغه اوکرایني چارواکي په وینا روسیي ځواکونو کییف هم په نښه کړ، چې د دفاعي ځواکونو د همغږه هڅو له امله د پلازمېنې په لور روانې شوې بېپیلوټه الوتکې شنډې شوې دي.
د دې بریدونو د تلفاتو په اړه تر اوسه راپورونه نهدي خپاره شوي.