بغلان کې سېلاب؛ نیکمحمد څو ورځې کېږي چې د خپلې کورنۍ د مړو په لټه کې دی
![بغلان کې سېلاب؛ نیکمحمد څو ورځې کېږي چې د خپلې کورنۍ د مړو په لټه کې دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-58c4-08dc7b18414a_tv_w800_h450.jpg)
په بغلان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه او زرګونه نور بې کوره کړل.
د بغلان د برکې ولسوالۍ د فلول کلي د اوسېدونکي نیکمحمد د کورنۍ درې غړي سېلابونو وړي دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، ورځې وشوې چې د خپلې کورنۍ د غړو په لټه کې دی، خو تراوسه یې کوم درک نه دی موندلی.