کراچۍ: پولیسو د زینبیون ملېشې د ۲ غړو د نیولو ادعا کړې ده
د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) چارواکو د مې پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې وقار عباس او حسین اکبر په نامه نیول شوی کسان د اهلسنت والجماعت پر دینی عالمانو په بریدونو کې ککړ دي.