له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیلېږي
له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هېواد د حکومت ضربالاجل په پای ته رسېدو دی.
د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې ویلي، پاکستان ۸۵۰زره افغان کډوالو ته چې د اېسيسي ACC یا افغان تابعیت کارتونه لري، د اپرېل تر ۱۵مې وخت ورکړی څو په داوطلبانه توګه له پاکستانه ووځي کنه وبه ایستل شي.