د بخښنې نړیوال سازمان اسلام اباد کې د بلوڅ احتجاجیانو ځورول غندلي دي
سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې بلوڅ پرلتوال په اسلام اباد کې د "پاکستانیو چارواکو د وېرولو، ګرفتاریو او په حراست کې د ساتلو له کبله" د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د خپل احتجاج ختمولو ته اړ شول. اخوا ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې جلسه اعلان کړې ده.