ضمیر کابلوف: راتلونکې اوونۍ مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي
کابلوف وايي، د دې ناستې هدف د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د تشکیل په هدف له طالبانو سره تعامل او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره مبارزه ده. خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي او د طالبانو د حکومت استازي هم نه دي وربلل شوي.