د مهاجرو نړیواله ورځ: د پوهنتون استاد فیض محمد سخي د رباب اکاډمي چلوي
![د مهاجرو نړیواله ورځ: د پوهنتون استاد فیض محمد سخي د رباب اکاډمي چلوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-8cf9-08dbffaf605d_tv_w800_h450.jpg)
فیض محمد سخي په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ استاد وو خو چې په ۲۰۲۱ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او پر موسیقۍ یې محدویتونه ولګول نو ده د پاکستان ویزه واخیسته او پېښور ته کډه شو. نوموړي اوس په هغه ښار کې د رباب زده کړې اکاډمي جوړه کړې خو وايي چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ایستلو اندېښمن کړی دی. موږ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له سخي سره خبرې کړې دي.