ولکر ترک: په غزه کې د بېرحمانه جنایتونو ډېر خطر شته
ترک په جینوا کې خبریالانو ته وویل، د بشرپالنې د چارو همکارانو یې په سیمه کې وضعیت د ناورین په توګه بیان کړی او زیاته کړې چې په دې شرایطو کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته.
هغه وویل، ټولو ښکېلو خواوو او ټولو دولتونو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکو ته په کار ده چې باید بېړني اقدامات وکړي ترڅو د هر ډول جنایتونو مخه ونیول شي.
وروسته له هغې چې اسراییلي ځواکونه د غزې جنوبي ښارګوټي خان یونس ته ننوتل، نن چهارشنبې د اسراییلي ځواکونو او د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله پېژني، د سختدریځو ترمنځ د سختې ځمکنۍ جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
ترک وویل، د غزې د ۲،۲ میلیون وګړو شاوخوا ۱،۹ میلیونه یې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
هغه وویل، داسې ښکاري چې غزې ته بشري مرستې بیا داسې مهال درول شوي چې په سیمه کې د ناروغیو او لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.