د اوکراین په خرسون کې د روسي ځواکونو د ډزو له کبله دوه اوکراینیان وژل شوي
د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیي ځواکونو په درنو ډزو کې لږ تر لږه ۲ اوکراینیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د ازادي راډیو د اوکراین څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي چې روسي ځواکونو دغلته تېره ورځ ۱۱۷ هدفونه ویشتي دي.
د نوموړي په خبره په دغو بریدونو کې د هستوګنې کورونه، روغتیایي مرکزونه او یو شمېر نورې ودانۍ هم زیانمنې شوي دي.
روسي چاروکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري.