یوناما د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې لپاره د عمل پر لور د حرکت غوښتنه کړې
![یوناما د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې لپاره د عمل پر لور د حرکت غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-6e7c-08dbf26e94a3_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په باب د رابلل شوې غونډې له برخهوالو د دې نړیوالې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له پوهاوي د عمل پر لوري د حرکت غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې نن په یه اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د یوناما د اعلامیې له مخې، 'افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د لسو تر ټولو زیانګالو او لږو چمتو هیوادونو په ډله کې دی.'
د یوناما د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي ستونزو، وروستیو ویجاړوونکو زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني وضعیت سره مخامخ دی.