د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې لوبه پیل کړې
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ لومړنی لوبغاړی شو چې نیمه سلیزه وهي.
رحمن الله ګربز بیا په ۲۱ منډو سوځېدلی دی.
د افغانستان د سر روزونکي جاناتان ټروټ د پلان مطابق چې په تېرو لوبو کې یې رسنیز کړی و، افغانستان په ۲۰ اورونو کې خپلې منډې تر ۱۰۰ پورې رسولي دي.
دمګړی رحمت شاه له ابراهیم ځدراڼ سره په توپوهنه کې ملګرتیا کوي.