سلګونو پارېدلو کسانو د روسیې د داغستان جمهوریت پر یوه هوايي ډګر هجوم وروړ
دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه الوتکه له اسراییل دغه هوايي ډګر ته ورسېده.
د دې کړکېچ په وخت کې د بلو اضد پولیس هوايي ډګر ته ورسېدل.
د بازا په نوم د ټلګرام کانال په حواله، په مخاچکلا کې د کورنیو چارو وزارت څانګې ویلي چې د ملي ګارډ د قطعاتو په ګډون اضافي ځواکونه د مسافرو د خوندیتوب لپاره لېږل شوي دي.
د داغستان چارواکو وروسته د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې په پېښه کې د ګڼو ټپي شویو درملنه شوې ده.
د روسیې د هوايي چلن ادارې وروسته وویل چې دغه هوايي ډګر به تر راروانې دوشنبې د نومبر تر ۶مې تړلی وي.
په غزه کې چې د حماس ډلې په کنټرول کې ده، د اسراییل د روانې جګړې له کبله د روسیې د دې سیمې په زیاتو ښارونو کې د یهودانو خلاف اعتراضونه شوي دي.