د کابل ښار په دشت برچي کې چاودنه شوې
د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې نن ماښام یوه چاودنه شوې ده.
د یو شمېر عیني شاهدانو په وینا او په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي ښکاري چې دا چاودنه په یوه ورزشي کلب کې شوې ده.
دغه چاودنه داسې مهال شوې چې لسګونه ځوانان په سپورټ بوخت وو.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پېښې له سیمې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې له چاودنې وروسته په مارکېټ کې اور لګېدلی دی.
په چاودنه کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، خو د دقیق شمېرې په اړه یې ډېر جزییات نه شته.
طالب سیمه ییزو چارواکو او په ځانګړې توګه د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ تراوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل د دشت برچي سیمه په تېرو دوو کلونو کې د مرګونو چاودنو شاهده وه.
په دې سیمه کې ډېری شیعه مذهبي اوسېږي.
داعش ډلې له دې وړاندې په دې سیمو کې د مرګونو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.