ګلنواز ولي وايي پښتو کمپوزونه يې په هند کې ثبت شوي دي
![ګلنواز ولي وايي پښتو کمپوزونه يې په هند کې ثبت شوي دي](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی هنرمند ګلنواز ولي دی. دی د باجې (هارمونيم) استاد دی او سندرې هم وايي. ولي د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی. نوموړی وايي موسيقي يې له استادانو زده کړې او دا مهال هڅه کوي چې خپل هنر د سيمې ځوانو شاګردانو ته انتقال کړي. ولي خوښ دی چې په وروستيو کې يې د هند د ځينو سندرغاړو لپاره پښتو شعرونه کمپوز کړي او هغوی ثبت کړي دي. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.