د امریکا په مېن کې یوه وسلهوال لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي
![د امریکا په مېن کې یوه وسلهوال لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7850-08dbd5e53b4c_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالتونو په مېن ایالت کې یوه وسلهوال بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي.
بریدګر د مېن ایالت په لویسټون ښارګوټي کې په یوه بار او د باولنګ په یوه کلب کې پرون ناوخته په عامو خلکو باندې ډزې کړي.
مېن د امریکا په شمال لوېدیځ کې یو لرې پروت ایالت دی چې له کاناډا سره نږدې دی.
پولیس د رابرټ کارډ په نوم په یوه څلوېښت کلن کس باندې شک لري چې برید یې کړی دی.
مېن ایالت ته سلګونه پولیس او امنیتي ځواکونه رسېدلي.
د بریدګر د لټون لپاره عملیات پيل شوي.