امریکایي استازې افغان کرکټ لوبډلې ته؛ پاکستان نه په لوبې ګټلو مو سختو ورځو کې افغانان او نړیوال خوشاله کړل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جاناټان ټروټ هم له دغې بریا وروسته ورته خبره کړې او ویلي یې دي د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې بریا به د افغان لوبډلې روحیه لوړه کړي او د راتلونکو لوبغاړو لپاره به د الهام سرچینه شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وړمه ورځ د پاکستان ځواکمنې لوبډلې ته په اتو ویکټو، په داسې حال کې چې لا یې اته توپونه پاتې وو، تاریخي ماتې ورکړه او په خپله مخکینۍ لوبه کې یې انګلنډ چې د تېر نړیوال جام اتل و په لوی توپیر مات کړ.